Twitter | Search | |
Search Refresh
Karan Khan Aug 7
زه ستا په هر راکړي زخم ستا یمه ممنون اِنّا لِلّهِ وَاِنّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْن زما او ستاسو مېنځ کې پاتې څه دي د تړون؟ اِنّا لِلّهِ وَاِنّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْن په یو کس باندې نه کیږي هنر او نه پاڅون اِنّا لِلّهِ وَاِنّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْن
Reply Retweet Like
Karan Khan Aug 7
غر اباد داسې شو غر یې پکې ورک کړو ابادي دومره شوه لمر یې پکې ورک کړو د سبا سترګې د لوږې زیري راوړل د مزدور غریب سحر یې پکې ورک کړو د ښائيست د سلسلې جاه و جلال اخ منتر څه چې جادوګر یې پکې ورک کړو
Reply Retweet Like
Karan Khan Jul 26
چې اسان کار چرته وکړمه په ګرانه زړه کې ورکړمه تندي له ټق جانانه
Reply Retweet Like
Zahir BaBa Mar 17
جنګ د قامونو هم وي جنګ د ذهنونو هم وي جنګ د یو بل له قصده په مرضونو هم وي جنګ د ټوپکو زوړ شو جنګ د سوچونو هم وي د جنګ نېټې لیک شوي په دېوالونو هم وي د مینې جنګ منمه که په کلونو هم وي
Reply Retweet Like
Karan Khan Jul 16
ورو ورو رانه هېرېږې دعاګانو نه وځې ژوندونه رب دې مل شه د ساګانو نه وځې حاجت لرم لفظونو ته محتاج یم ورته نن د درد اخري حده ژړاګانو نه وځې
Reply Retweet Like
Karan Khan Jul 12
هائيکو وائي چې سل دې ومره یو دې مه مره زه چې یې وایمه نو داسې به وي یو دې هم مه مره او دا سل هم مه مره
Reply Retweet Like
ZaAlmy SheRanii 🚩 May 25
زه تا وژلی یمه زه تا بیا ژوندی نه کړمه په ځاې دې کېنولم بیا دې ګړندی نه کړمه تا چې په کومو طریقو زه برباد کړی یمه ای ستا نه پس هیڅ چا هم داسې لېونی نه کړمه
Reply Retweet Like
Asmat Fida Jan 31
ته چې ورله څه رنګ ورکوې ورکه زه وایم پښتون ته ژوندون غواړمه
Reply Retweet Like
قسيم ستانکزی Jan 17
زه په سوات کې پیدا لوی یم دا منم زما زړه افغانستان وو او لا دی په مېله د انسانانو شومه پېښ پښتون قام پکې آرزان وو او لا دی کرن خان♥
Reply Retweet Like
sana ullah Bangash Dec 20
شپه د یلدا یوازېتوب الله ویښ یمه زه او مئينتوب الله د سابقه جانان دروغ اخخۍ او د راتلونکي دا نرتوب الله ای مړې ستا د پرېښودلو مکر او بیا زما دا ساده توب الله زما ځواني دې شي تالا ترغه یه پیرې ستا په پيغلتوب الله پښتوادب
Reply Retweet Like
Nuzzy Khan May 26
په زړه مي هيڅوک نه پوهېږي پښتون ولس به څنګ يو کېږي په مينه هر پردى خپلېږي ښځه په هر سړي کونډېږي سړى هغه ده چي پرې کونډه خاوره شينه!
Reply Retweet Like
Αьdυι Мαиαи May 11
ټپئيزه څوک پکې غوښې د زړګي خوري څوک د وطن د غرو لرګي خوري غوا په ځنګل کې ازمري خوري مئيندې مارانې شوې بچي خوري د سیاست دې الله نوم ورک کړي مئينه
Reply Retweet Like
نا__D__ان مومند Jan 1
بعضې یادونه دې هر څه له حافظې اوباسي ځينې دردونه د زخمونو نه لمبې اوباسي د نفرتونو د رشتو د تقدس مننه انسان په مینه کې د یوبل نه جامې اوباسي د نوي کال سحردےلمونځ مې وکړوڅملاستمه خوب وینم سخکال پښتانه بیا جنازې اوباسي
Reply Retweet Like
UmairKhan. Mar 3
مونږ کلیوال خلک په دومره قیصو نه پوهیږو دا ستا خندا چرته په ما پورې خندا خو نه وه؟
Reply Retweet Like
Ajmal Noori Jun 5
چې غلی یم څه نه وایم هم دا مې تربیت دی باور لرم ازار کې مې د جنګ نه ‌‌‌‌‌‌ډېر طاقت دی یو درد و چې ما تېر کړو او یو څه وو چې ما بائيلل خو دومره ده چې اوس مې ضمیر ته سر اوچت دی
Reply Retweet Like
Aftab gulda roghani May 12
درده د زغم له حده وتی یمه زه په خپل ځان کې راپرېوتی یمه د ارطغرل ‌‌‌‌‌‌ډرامې شپېتم قسط یم په انسانانو کې انخښتی یمه
Reply Retweet Like
Farhat Ali Bacha Jan 5
Replying to @karanpukhtoon @YouTube
ستا د یوې یوې روپۍ زه ذمه واره یمه دلته کې څه چې په محشر هم تابعداره یمه دا نظم دې هغه چاته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ وي چې احساسوي یې Karan Khan - Akhtar (Nazam) (Official) via
Reply Retweet Like
Umar Khan Afghan Jun 4
زه په خلکو خفه کېږم زه له خلکو خفه کېږم ای زه هره ورځ مړ کېږم هره شپه راژوندی کېږم کرن خان ورځ مو پخېر هر چرته چې یۍ ، هر څوک چې یۍ ، الله درله صحت ، خوشحالي ، او پوهه درکړه آمین
Reply Retweet Like
ᎩᎯᏄᎧᎧᏰ ᎯᏛᎶᏲᎯᏁ Jan 26
ستا ښه توب د سړیتوب پشانتې نه دی حسن هم د لېونتوب پشانتې نه دی د سکون خبره مکوه صاحبه اوس اتوار د ماشومتوب پشانتې نه دی د حجرو یاران مو لاړل غېر ملکیان شو بنډار اوس د زلمیتوب پشانتې نه دی
Reply Retweet Like